Wednesday, September 2, 2015

زدکړه د پښتو او انګریزی زدکړه



ALPHABET
موږ په انګریری ژبه کی ۲۶ ټیکی یا حروف لرو.د شکل له لحاظه په دوه ‌‌ډوله ویشل شوی دی.
        غټ ټیکی( توری)
A.B.C.D.E.F.G.H.IJ.K.L.M.N.O.P.Q.R.S.T.U.V.W.X.Y.Z
        واړه ټیکی(توری)
a.b.c.d.e.f.g.h.i.j.k.l.m.n.o.p.q.r.s.t.u.v.w.x.y.z
                                                             
۱.غټ ټیکی( Capital Letter) :عټ ټیکی یا غټ توری د خاصو نومونو د اول ټیکی لپار استعمالیږی لکه ( Pasoon , Wazir) او داسی نور خاص نومونه.غټ ټیکی د جمله په سر کی راځی لکه
( This is a book) . او غټ تیکی اونی د ورځو او د کال د میاشتو لپاره استعمالږی لکه( Sunday , May  ).اوپه داسی نورو ډیرو ځایونو کی د استعمال وړ دی.
۲. واړه ټیکی(Small Letter): د واړو ټیکی یا واړه توری موږ په خپلو ورځنیو کار نو کی استفاده کولی شوږ لکه په خطونو کی د کتابونو په لیکلو کی او داسی نوی د ژوند په چارو کی.
خپلواک آوازونه یا غږداره ټیکی(  Vowels  letter): واول هغو آوازونو یا غږونو ته وایی چی د تلفظ کولو په وخت کی یی صوتی غړی په تماس کی کیږی او د هوا جریان له کوم بندیز سره نه مخامخ کیږی.په انګریزی ژبه ۲۶ ټیکو نه ۵ یی واول دی(A.E.I.O.U).
نیمه واک غږونه(Semi vowel): سیمی واول هغه دی چی د واول او کانسنټ تر مینځ مینځګړتوب کوی.په انګریری ژبه کی ۲ سیمی واول ټیکی دی(W.Y).
W:(و) آواز لری لکه ( worry , west ).که د کلمه په پیل  مخکی دR  څخه راشی تلفظ نه لری.لکه(wrong , write).
Y: د (ی) تلفظ لری.او د (i ,e) پرته د ټولو نورو واول سره جوړیدای شی.لکه
(buy , sky).
بیواک غږونه(Consonants): هغو غږونو ته ویل کیږی چی د تلفظ کولو په وخت کی د غږیزو غړو له امله د هوا په جریان کی بندښت را منځ ته کیږی.په انګریزی ژبه کی ۱۹ کانسنټ دی(b.c.d.f.g.h.j.k.l.m.n.p.q.r.s.t.v.x.z).
د بیواکو غږونو تلفظ :
B:( ب) آواز لری.کله چی د b ټیکی د L او R د ټیکو څخه غیر د هر بل کانسنټ په مخکی راشی نه تلفظ کیږی.لکه (bread, black) او که چیرته د b ټیکی د m ټیکی څخه ورسته راشی نه تلفظ کیږی.لکه (comb, bomb, thumb) او د کلمه په مینځ که b د t نه مخکی راشی تلفظ نه لری.لکه (debt).
C: که (c) توری (e,i,y) ټیکو څخه مخکی راشی نو(c) توری د (س) غږ ورکوی.لکه(motorcycle, cinema).او که  (c) د نورو ټیکو څخه مخکی راشی نو د (ک) تلفظ لری.لکه(car, crime).
D: معولا د (ډ) آواز ورکوی.لکه (Dear, Doctor).  (d)  د ځینی کانسننټو څخه ورسته د (ټ)غږ ورکوی.لکه (worked , brushed).او که د کلمه په مینځ کی (d) د (g اوj) نه مخکی راشی نو تلفظ نه لری.لکه
Adjust, knowledge)).په ځینو کلیمو (d) د (ج) غږ ورکوی. لکه(soldier).
F: د (ف) آواز لری.لکه (flag, fan).
G: د (g) توری ممکن د (a,o,u) تورو څخه مخکی د( ګ) غږ ورکوی.لکه(gate, gun). او که د (e,i) ټیکو څخه مخکی راشی نو کله د (ج)او کله د (ګ) غږ ورکوی.لکه(girl ,general).(g) توری د کلمه په اخر که اکثراً د (ګ) غږ ورکوی.لکه(dig).او د (m,n) ټیکو څخه مخکی  (g) نه تلفظ کیږی.لکه(sing).د (g) توری د (Y) توری څخه مخکی د (ج) غږ ورکوی.
لکهGymnastic,  Supper Gym)).
H: د (ه) او (ح) تلفظ لری.لکه (He, Heavy).په ځینی کلمیو کی د ځینیو واولو څخه مخکی تلفظ نه لری.لکه (heir, hour, honest).
J:)ج) غږ لری.لکه(job , just , joke).
K:د (ک) غږ لری.لکه(kick ,keep ,key).د کلیمی په سر د(n) څخه مخکی نه تلفظ کیږی.لکه(knife, know).
L: د (ل) آواز لری.لکه (like, lose).او د کلیمی په مینځ کله چی (L) د (K) څخه مخکی وی تلفظ نه لری.لکه (Talk, walk).
M:(م) آواز لری. لکه (moon , might).
N:)ن) غږ لری.لکه(man ,night ,navy).او که د کلیمی په اخر کی د (n) ټیکی څخه ورسته د (m) ټیکی راشی نو هغه تلفظ نه لری.لکه(column).
P: د (پ) غږ لری.لکه (pen, peep).د ځینو کلمیو کی په سر که ورسته ور څخه کانسنټ وی نو (psychology, pneumonia) غږ نه ورکوی.
Q:  د (ک) او (ق) ورکوی.لکه (mosque, queen, qualify).
R: د (ر) غږ ورکوی.لکه (rabbit, right, rice).
S:  د (س) غږ ورکوی.لکه (star, sea).که د کلمه په اخر کی د (t,f,p,k) څخه ورسته راشی نو اکثراُ د (س) غږ ورکوی.لکه (parks, proofs, cats).د (e,i,u)  ټیکو څخه مخکی د (s) ټیکی د (ش) آواز ورکوی.لکه (version). په ځینو کلیمو  کی (s) تلفظ نه لری.لکه(Island).
T:  د (ټ) او (ت) غږ ورکوی.لکه (ten).د (e,i,u) ټیکو  څخه  مخکی کله کله (چ) غږ ورکوی.لکه(nature).او په ځینو کلیمو کی غږ نه لری.لکه(often).
V: د (و) او د (وی) غږ ورکوی.لکه (van, vote, vacation).
X: د (ایکس) او (ز) غږ وکوی.که د کلمه په پیل د (x) توری راشی نو د (ز) غږ ورکوی.لکه (xylophone, Xerox ®, Fox).
Z: د توری د (ځ ،ذ ،ز ،ض ،ظ) غږونو ورکوی.لکه (zero, zebra, zoo).
(مرکب یا ترکیبی توری)Compound letters
(ځ) dz/z/ze (ږ )ge  (ړ) r/rr (ژ)zh  (چ)ch (خ)kh (شن) tion    .(غ،ګ)g/gh  (ښ)x/xe/sh  (ڼ)n/nn  (څ)sch/th  (ش)sh
د مثال په ډول:(Shamshad, Afghanistan,Nation,Khan,Chair,).





لاندی جدول د معنا سره حفظ کړی.
Subject pronoun
فاعلی نومځری
Object pronoun
مفغولی نومځری
Possessive adjective
ملکی ستاینوم
Possessive pronoun
ملکی نومځری
I       زه                 
Me  ما ته    
My    زما        
Mine زما      
You   ته      
You  تاسو ته 
Your   ستا       
Your  ستاسو      
He   تاسی       
Him هغه ته 
His              دهغه
His   د هغه      
She هغه ښځه     
Her  هغی ته 
Her            دهغی
Hers د هغی     
It      هغه بی ځانه
It هغه بی ځانه ته

Its دهغه بی ځانه
Its دهغه بی ځانه
We   موږ     
Us  موږ ته   
Our           زموږ
Ours  زموږ    
They   هغوی  
Them  هغوی ته
Their     د هغوی
Theirs   د هغوی


No comments:

Post a Comment

خپل نظر مو را سره شریک کړی
Share your comment with us.